Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2022

انتوني بلېنکن: امریکا به د اوکراین په اړه روسیې ته په لیکلې بڼه ځواب ورکړي

0
د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې د اوکراین پر سر د ترینګلتیا د کمولو لپاره به کار ته دوام ورکوي.


دوی دا موافقه په داسې حال کې وکړه چې د امریکا متحدو ایالاتونو روسیې ته د دغه هېواد د امنیتي غوښتنو د لیکلي ځواب او د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د بیا کتنې د احتمال ژمنه ورکړه.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون په جنیوا کې سره ولیدل. بلېنکن دا کتنه د اوکراین په پوله کې د رامنځته شوي کړکېچ لپاره حساسه شېبه وبلله.




بلېنکن لاوروف ته وویل، د امریکا متحد ایالاتونه به روسیې ته په لیکلې بڼه ځواب ورکړي.


دا غوښتنه مسکو تېره اوونۍ کړې وه.


بلېنکن دا هم وویل چې د امریکا متحدو ایالاتونو او متحدانو یې د روسیې تر ټولو مهمې غوښتنې لکه دا چې اوکراین ته به هېڅکله د ناټو غړیتوب نه ورکول کېږي او د ناټو هېڅ غړی به هېڅکله د روسیې پولو ته نژدې وسلې نه لېږي، رد کړې.




په همدې حال کې په کیف کې د امریکا سفارت پرون جمعه وویل چې د ولسمشر جو بایډن د حکومت له لوري د وسلو تازه مرسته اوکراین ته ورسېده.


دغه سفارت پر خپله ټویټرپاڼه کې کښلي چې په دې پېټي کې چې تازه اوکراین ته رسېدلی، کابو ۲۰۰ زره پونډه یا نژدې ۹۱ زره کیلو مهمات شامل دي.


د امریکا سفارت په یوه بل ټویټ کې ویلي چې دا مهمات د هغو دوه میلیارډه او ۸۰۰ میلیونه ډالرو ترڅنګ چې واشنګټن په ۲۰۱۴ م کال اوکراین ته ورکړي دي، له اوکراین سره د امریکا د متحدو ایالاتونو د مرستو ښکارندوی دي.


خو له دې سره-سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې اوس امریکا او روسیه د یو بل پر دریځونو ښه پوهیږي.


بلېنکن وویل، لاوروف په تکرار ټینګار وکړ چې هېواد یې له دې سره-سره چې په اشغالي کریمیا او د اوکراین پولو ته نژدې یولکو ۲۷ زره پوځیان ځای پر ځای کړي، پر دغه هېواد د یرغل پلان نه لري.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *