Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2022

ناروې: طالبانو ته مشخصې غوښتنې وړاندې کوو او ګورو چې منل کېږي که نه؟

0
ناروې وایي، طالبانو ته به مشخصې غوښتنې وړاندې کړي او وبه ګوري چې ایا طالبان یې عملي کوي، که نه؟ 


دا خبره په بهرنیو چارو کې د ناروې د دولت وزیرې ینریک تون نن د ناروې خبري اژانس اNTB ته کړې او ویلي دې چې دا د یوې بې پایه پروسې پیل نه دی.


نوموړي دغه څرګندونې نن مخکې له دې چې د ناروې د پلاوي په ترکیب کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ له پلاوي سره خبرې ترسره کړي، وکړې. 


د ناروې د خبري اژانس د راپور له مخې له طالبانو بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او اقلیتونو حقونو ته درناوی چې زده کړې او روغتیایي خدمتونو، دکار کولو او ازاد تګ راتګ ته د لاسرسي غوښتنې شاملې دي.


په دغو غوښتنو کې دا غوښتنه هم شامله ده چې بشري مرستې به مستقیماً افغانانو ته رسول کېږي.


د ناروې د پلازمېنې اوسلو په دغه درې ورځنۍ غونډه کې چې نن یې وروستۍ ورځ ده، د طالبانو پلاوي، د لوېدیځو هېوادونو استازیو او د ښځو په ګډون د افغاني ټولنې مختلفو قشرونه ګډون کړی دی. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *