Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د امریکا او قطر مشران به پر افغانستان هم وغږیږي

0
د امریکا ولسمشر جو بایډن او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی پر نورو مسالو سربیره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کوي. 


ټاکل شوې چې دا دواړه مشران نن چهارشنبه(د سلواغې ۶مه) سپینه ماڼۍ کې سره وګوري. 


د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ویلي چې د دوی خبرې به د منځني ختیځ پر امنیت، د نړۍ د انرژۍ د تدارکاتو د ثبات پر ساتنه او د افغانستان پر وضعیت ور ټولې وي. 


په افغانستان کې بشري وضعیت وروسته تر هغه ډېر کړکیچن شوی چې د تېرکال د اګسټ په ۱۵مه پخوانی حکومت ړنګ او طالبان واک ته ورسېدل. 


د امریکا او قطر مشران داسې مهال سره ګوري چې متحده ایالاتونه او اروپایي متحدان یې پر دې غور کوي که روسیه پر اوکراین برید وکړي او اروپا ته د روسیې تدارکات کم شي، څنګه به د انرژۍ اړتیاوې پوره کوي. 


قطر بیا د طبیعي ګازو پراخې زیرمې لري او امریکا هیله لري چې دا هېواد له اروپا سره د انرژۍ به برخه کې مرسته وکړي. 


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *