د افغانستان د روغتیايي سکتور پر وړاندې د مخ پر زياتېدونکو ننګونو او د سلګونو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو په دوام، د روغتيا نړيوال سازمان" ډبليو اچ او" او "نړیوال روغتیايي کلستر" وايي په افغانستان کې په تېره یوه اوونۍ کې ۲۴ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي دي.