ټرمپ څو ساعته کلني طبي معاینات وکړل
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل سپینې ماڼۍ ته یې له ستنیدو وروسته لومړي روغتیایي معاینات وکړل او ډير ښه احساس کوي.
د اته اویا کلن ټرمپ طبي معاینات د جمعې په ورځ( د اپریل ۱۱ مه) د واشنګتن په والټر ریډ طبي مرکز کې وشول، چې تمرکز یې پر زړه او ادراکي ازموینو وو.
تر معایناتو وروسته ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل چې ده د ادارکي معاینې په وخت هر ځواب مثبت ترلاسه کړ او د ده یوازې زړه روغ نه دی، روح یې هم ارامه ده.
ولسمشر ټرمپ بیا وویل چې د دې معایناتو بشپړ راپور به تمه ده چې سبا یکشنبه خپور شي.
د امریکا ولسمشران په دودیز ډول د خپلې روغتیا او سلامتیا په اړه ولس ته توضیحات ورکوي، که څه هم دوی مجبوره نه دي چې دا کار وکړي.