پر حزب اسلامي پراخ محدودیتونه، شنونکي وایي طالبان فکري دایره تنګوي
وروسته له هغه چې په کندوز ولایت کې د طالبانو د حکومت د عدلیې ریاست ته منسوب، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي دپلویانو د نیولو، فعالیتونو او دفترونو د تړلو په اړه پر خواله رسنیو یوه مکتوب خپور شو، د ښاغلي حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار وایي چې طالبانو یې پر پلار او د دوی د ګوند په پلویانو ګڼ محدودیتونه وضع کړي دي.
حبیب الرحمن حکمتیار ازادي راډیو سره خبرو کې وویل " دوی حساسیت ښیي، حتا په دې ناستو چې جناب حکمتیار صاحب ته خلک راتلل،دوی ورځ بلې ته خپل قیودات زیاتوي، دوی(طالبان) حتا له ښې مشورې هم وېره لري، که تاسو ورته د ښځو د تعلیم په اړه وایئ، که تاسو د شورا په اړه وایئ، که هر بله موضوع وي که حتا د هېواد د ملي ګټو او ولس په ګټه هم وي خو د دې لپاره چې دوی یې مخالف دي او دا شان اقدام نه غواړي او له دې وېره لري چې که څوک غږ اوچت کړي، کېدای شي ټول دا غوښتنه وکړي او پر دوی فشار راشی نو ځکه اوس هڅه کوي چې تر ټولو ټیټې کچې راښکته(اقدام) وکړي".
نوموړي زیاته کړه چې طالبانو د ده د پلار ګلبدین حکمتیار او د هغه د پلویانو تر منځ پر لیدو کتو، شخصي مجالسو، فعالیتونو او حتا په خبره یې، پر خواله رسنیو هم د حزب اسلامي د غړو پر تبصرو، لیکنو او خپرونو قیودات او بندیزونه وضع کړي دي.
ښاغلی حکمتیار داسې مهال دا ادعاوې مطرح کوي چې تازه پر خواله رسنیو او ده خپله هم په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) په کندوز ولایت کې دطالبانو د حکومت د عدلیې ریاست ته منسوب هغه مکتوب خپور کړی چې په کې امنیتي او استخباراتي مسولینو ته د حزب اسلامي د غړو دفعالیتونو د مخنیوي، نیولو، بندي کولو او دفترونو د تړولو امر شوی دی.
په دې مکتوب کې د دې حزب د دفتر د مهرولاک، ریاست ته یې د دفتري تجهیزاتو د انتقال او د فعالیت په صورت کې یې د غړو د توقیف امر شوې او ویل شوي، کوم کسان چې د دې ګوند په دفترونو کې وي تر هغه دې توقیف شي چې په خبره یې «توبې» یې نه وي ویستلي.
که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د دې مکتوب د رد یا تایید په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیوپوښتنې ځواب کړې، خو د ګلبدین حکمتیار رسنیز دفتر ازادي راډیو ته په استولي بیان کې ویلي چې دوی په هېڅ ځای کې فعاله دفتر نه لري.
د یادونې ده چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمېندو وروسته، په ټول افغانستان کې ټول سیاسي ګوندونه لغوه اعلان او پر فعالیتونو یې بندیزولګوه.
د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د تېر ۱۴۰۳ کال د وري په شپاړسمه د یوې اعلامیې په خپرولو، اعلان وکړ چې یاد وزارت په افغانستان کې دګوند په نوم هر ډول فعالیت غیرقانوني ګڼي.
د دغه وزارت له خوا د سیاسي ګوندونو ریاست لغوه شوی او خبرداری یې ورکړی وه چې د ورته فعالیتونو دتکرار په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني او شرعي چلند وشي.
خو د سیاسي چارو ځینې شنونکي په افغانستان کې په اوسنیو شرایطو کې د پخوانیو سیاسي مشرانو او مخکښو ګوندونو رهبرانو شتون دطالبانو لپاره سیاسي امتیاز او غنیمت بولي او وایي چې که طالبان په دوی قیودات زیات کړي ممکن د هېواد پرېښودو او یا یې د دوی د حکومت پر وړاندې درېدو ته اړ کړي.
له دې ډلې ژورنالست او د سیاسي چارو پوه سمیع یوسفزي ازادي راډیو ته وویل"طالبان په دې ډول کړنو نوره هم د سیاسي افکارو دایره راتنګوي او خلک دې ته مجبوري چې له هېواده وتښتي، او هغه کسان چې په افغانستان کې پاتې دي لکه سیاسي مشران، د احزابو رهبران هغوی هم دې ته اړباسي چې له افغانستانه ووځي، د دې ډول اشخاصو بې احترامي کول یا یې له کوره ویستل زما په اند د افغانستان د دود او کلتور، د نړیوالې ټولنې او خلکو د تمې خلاف چاره ده."
طالبانو وړاندې د کابل د دارلامان په سیمه کې له ګلبدین حکمتیار څخه هغه کور واخیست چې د پرځېدلي جمهوري نظام پر مهال دسولې د تړون په ترڅ کې ورکړل شوی و.
طالبانو هغه مهال دا کور د دفاع وزارت ملکیت وباله او وې ویل چې ښاغلي حکمتیار ته یې د وزیرمحمد اکبر خان په سیمه کې یو کور ورکړی دی.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر کې د پخواني پرځېدلي جمهوري نظام له ولسمشر سره کابل کې د سولې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې هغه ته په دارالامان سیمه کې یو کور، ځانګړي ساتونکي او یوشمېر نور امتیازات ورکول شول.