Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2025

ریچارد بېنیټ: د طالب مشرانو د نیولو حکم د عدالت په لوري یو ګام دی

0

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر د نړیوالې جزایي محکمې له خوا د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو د حکم هرکلی کړی دی.ریچارد بینیټ د سې شنبې په ماښام پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر ولیکل چې د دې حکم صادرېدل، د عدالت په لوري یو ګام دی، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره.نړیوالې جزایي محکمې ( آی.سي.سي) پرون سه شنبه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم ورکړ.محکمې دغه طالب مشران بشریت ضد جنایتونو باندې تورن کړي دي.ریچارد بینیټ ویلي، دا حکم هغه مهم پيغام رسوي چې له سزا نه مصونیت دوام نه شي کولای.طالبانو بیا ویلي، دغه محکمه په رسمیت نه پيژني او حکم ته یې التزام نه لري.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *