نن د جولای۳۰مه د ملګرتیا نړیواله ورځ ده
افغان سېک شاعر دیاسنګ انجان سره ډیری افغانانو سره بلد دي نن سبا نوي ډهلي کې د ده کور او کار ځای د ډیری مسافرو افغانانو په ځانګړي ډول فرهنیګیانو دمه ځای دی، شنې ترخې چای او د ده خوږې کیسې او خاطرې د هر ستړي د زړه ارمان وي.
نن د جولای ۳۰ مه د ملګرتیا نړیوال ورځ ده هغه چې ملګرو ملتونو په ۲۰۱۱ کال کې د خلکو، هیوادونو او بیلابیلو فرهنګنونو تر منځ د ملګرتیاوو د پراختیا په موخه نومولې ده، انجان سره مې تیلفون خبرې وکړې او د دې ورځې په مناسبت مې د ده د شخصي او کورنیو ملګرتیاوو په اړه ورنه وپوښتل.
هغه په خبره یې له سیند څو لپې د دې ملګرتیاوو کیسې راسره شریکې کړې.
لومړی یې د رییس معصوم خان له کورنۍ سره د دوی د کورنۍ ملګرتیا کیسه راوخیسته، هغه چې په خبره یې په ګردیز کې د ترانسپورت یو خصوصي شرکت درلود.
" رییس معصوم خان صیب، اکثره خلک به یې پېژني د ولي بس ترانسپورت رییس و، کورنی تګ راتګ مو لرلو، په هر غم او ښادی کې به شریک وو، که کومه خاصه ورځ به وه، ویساک به و یا اختر به و، دیوالي به وه یا نوی کال به و، دې ورځو کې به هم مونږ یو بل کره تللو او راتللو او د یو کورنۍ د غړو په څیر به مونږ جوړ کړي خوراکونه یو بل سره شریکول او خوړل."
ښاغلی انجان وايي رییس معصوم خان او کورنۍ به یې به د دوی کورنۍ ماشومانو ته اختری هم ورکولو، هم نقدي او هم له میوو ډک دستمالونه.
دی ګردیز کې یو کس سره د خپل پلار د ملګرتیا کیسه هم کوي چې زامنو یې بیا دا رنګین تار تر ننه ساتلی او پاللی دی.
" نسیم ګل صیب نومېږي یاد یې په خیر، مونږ به هر وخت تګ راتګ کولو، دا نه وه چې دا څوک دی او دا څوک دی، مسلمان، هندو، سېکهـ دا خبرې په مونږ کې نه وې. ملګرتیا وه، دوستي وه، زما د پلار سره انډیوالي وه، زه اوس هم کاکا ورته وایمه، ده زما د ورور په شهادات کې، چا چې ویشتی و، د هغه په نیولو او ورته په قانوني سزا ورکول کې ډیر رول ولوبولو."
دیاسینګ انجان یوازې په پکتیا کې نه په کابل کې هم د خوږو ملکرتیاوو کیسې لري، هغه ځای چې په خبره یې د فرهنکي او ادبي فعالیتونو مرکز یې و، ورته لکه ګردیز خوږ او ډیره موده په کې اوسېدلی دی.
" د ګردیز نه مو نقل مکان وکړو کابل ته راغلو، نو هلته زمونږ ګاوندی و، وحید نومېدو، دفاع انقلاب کې عسکر و، هغوی سره زمونږ مینه شوله، تګ راتګ به و، کله مونږ دوی کره ورتلو او کله به دوی مونږ کره راتلل، څه به چې پاخه وو، په دسترخوان به ایښي وو، ټولو به په شریکه سره خوړل، خو هغه شیان چې البته دیني جواز یې نه لرو نه هغوی راته کېښودل او نه به مونږ ورته کېښودل، نور به په ګډ دسترخوان ناست و، د جمعې په ورځو به یا دوی مونږ کره وو یا به مونږ دوی کره وو."
انجان وايي، دا ملګرتیاوې دا خاطرې ډیرې ورته ګرانې او خوږې دي او هوډ لري چې ویې لیکلي،
" نو د دې خاطرو لړۍ ډیره اوږده ده، او که ژوند یاري وکړه او وخت یاري وکړه، کوشش کوم چې ویې لیکم، زه اکثره وخت خپلو ماشومانو ته دا کیسې کوم چې مونږ داشان وخت تیر کړی دی."
د نړۍ د ادبیاتو پېژندل شوې څېره ویلیام شکسپیر د انسانانو تر منځ د دوستۍ په اړه وايي، یوازې په خوښیو او ښو ورځو کې باید ملګري ونه اوسوو، دوستي د غمونو او بدو ورځو لپاره هم ده، او رېښتینې دوستي هم همدا ده.