Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2025

د پاکستان یوې محکمې د عمران خان یو شمېر پلویان په بند محکوم کړل

0

په پاکستان کې یوې محکمې نن د حکومت یو مخالف مشر او د پخواني صدراعظم عمران خان شاوخوا ۲۰۰ پلویان په لس کاله بند محکوم کړل.دوی د ۲۰۲۱ کال په حکومت ضد مظاهرو کې د رول درلودو په تور مجرم وپېژندل شول.عمر ایوب، چې د پاکستان د حکومت له مخالفو مشرانو څخه دی، هم د هغو کسانو په ډله کې دی چې د پنجاب ایالت د فیصل‌اباد ښار یوې محکمې مجرم وباله.لږترلږه په شپږو نورو محکوم شویو کسانو کې ځینې د ملي جرګې (اسمبلۍ) غړي او یو تن د سنا جرګې غړی دي.د پاکستان د حکومت مخالفانو دا پرېکړه سیاسي بللې او پر محکوم شویو لګول شوي تورونه یې بې‌اساسه ګڼلي دي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *