Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2025

خبریال سلیمان راحل د طالبانو له زندانه ازاد شو

0

په غزني کې د خوشحال راډیو مسول مدیر سلیمان راحل له شاوخوا درې میاشتني زندان وروسته ازاد شوی دی.یوې ځایي سرچینې پرون شنبه د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې راحل د زمري میاشتې په نهمه نیټه خوشې شوی دی.راحل د روان لمریز کال د ثور په ۱۵مه غزني کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو او وروسته " د طالبانو د حکومت په ضد تبلیغ" په تور درې میاشتې زنداني شو.د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې ورسره بندي یوشمیر نور خبریالان هم ازاد کړي.د خبریالانو د دفاع دغه بنسټ وایي، دا مهال شاوخوا لس خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *