Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2025

له باجوړه بې کوره شوي وايي له مرستو بې برخې دي

0

د باجوړ د ماموند سیمې اوسېدونکي چې د مشکوکو وسلوالو پر ضد د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له امله بې کوره شوي، وايي له حکومتي مرستو بې برخې پاتې دي.

د غیررسمي شمېرو له مخې، د جولای پر ۲۹مه د عملیاتو له پیل راهیسې تر سلو زرو زیات کسان بې کوره شوي او د باجوړ او خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې مېشت دي.

هغه کسان چې د عنایت کلا په ښوونځي کې ځای پر ځای شوي، وايي په لومړیو ورځو کې الخدمت فاونډېشن د مرستو لپاره د دوی له کورونو معلومات ټولول او وروسته حکومت هم څو ورځې چای او ډوډۍ ورکوله، خو اوس یې دا مرستې بندې شوې دي.

کډوال وايي، په سرکاري ښوونځي کې چېرته چې اوس اوسېږي، د پخلي لپاره تنور یا نغری هم نشته.

د باجوړ اداره وايي، د بې کوره شویو کسانو نوملیکنه یې کړې، په خار کې یې ورته ځانګړی کمپ جوړ کړی او له نورو سره هم د خوراکي توکو او نورو اړتیاوو مرستې کوي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *