سپینه ماڼۍ: امریکا به د ټیک ټاک د څارونکي مدیره پلاوي د ۷ څوکیو ۶ هغه ترلاسه کړي
سپینه ماڼۍ وایي، د ټیک ټاک د راتلونکې په اړه هوکړه په دې پورې اړه لري چې امریکایان په متحده ایالتونو کې د دغه اپلیکیشن د څارنې د مدیره پلاوي د ۷ څوکیو له ډلې ۶ هغه ترلاسه کړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت د شنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل " هغه مدیره پلاوی چې امریکا کې به پر دغه اپلیکیشن څارنه ولري، ۷ څوکۍ لري. ۶ هغه یې باید له امریکایانو سره وي."
هغې زیاته کړه په دې اړه هوکړه به " راتلونکو ورځو" کې ترلاسه شي.
امریکا د ملي امنیت له کبله ډېره هڅه وکړه چې د لنډو ویډیوګانو د دغه اپلیکیشن کنټرول د هغه له اصلي چینایي شرکت " بایت دنس" څخه واخلي.
د جوبایډن په دوره کې کانګرس داسې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې بایت دنس موظف شو د ټیک ټاک د امریکا څانګه وپلوري یا له بندیز سره مخامخ شي.