نړیوال بانک وايي د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ پر خرابېدو دی
نړیوال بانک د اګسټ میاشتې په راپور کې په دې وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د افغانستان اقتصاد له بېلابېلو ننګونو سره چې یو په بل پسې پېښېږي، مخ شوی دی.دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې بې کاري او بې وزلي زیاته شوې ده.یو شمېر افغانان وايي د بې کارۍ له امله د ژوند له سختو کړاونو سره مخ دي.