Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2026
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د ترکیې په ۲۵ ولایتونو کې د داعش ۱۲۵ مشکوک غړي نیول شوي

0

په ترکیه کې په اسلامي دولت یا داعش ډلې پورې د تړلو کسانو پر ضد د ځانګړو عملیاتو په دوام کې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د لسګونو نورو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۰) په اېکسپاڼه (پخوانی ټوېټر) کې ولیکل چې د دې هېواد ځانګړو ځواکونو ۱۲۵ نور کسان د «داعش د غړیتوب په تور» نیولي دي.

د فرانسې خبري اژانس د اټکل له مخې، په دې توګه یوازې په تېره یوه اوونۍ کې په ترکیه کې د داعش د غړیتوب په شک د نیول شویو کسانو شمېر نژدې ۶۰۰ تنو ته رسېږي.

د یرلیکایا په وینا، دغه کسان د چهارشنبې په سهار په هغو عملیاتو کې ونیول شول چې په یو وخت کې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ترسره شول.

د دې ځانګړو عملیاتو پیل شپږ ورځې وړاندې وشو، کله چې د ترکیې پولیسو د داعش شاوخوا ۱۱۵ مشکوک غړي ونیول. پر هغوی شک و چې د کال د پای په رخصتیو کې یې په ترکیه کې د بریدونو پلان درلود.

تېره اوونۍ د ترکیې د څارنوالۍ دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي و: «له هغو استخباراتي معلوماتو وروسته چې ښيي ترهګره ډله داعش د کرسمس او نوي کال د مراسمو پر مهال د برید پلان لري»، د ۱۳۷ کسانو د نیولو امر صادر شو، چې له دې ډلې ۱۱۵ کسان نیول شوي دي.

د دغو عملیاتو په یوه برخه کې، چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د مرمرې سمندرګي پر غاړه په یالووا ښار کې ترسره شوه، مشکوکو کسانو پر ځانګړو ځواکونو ډزې وکړې، درې ترک پولیس یې ووژل او ۹ نور یې ټپیان کړل. د عملیاتو په پای کې په یالووا کې مېشت د داعش شپږ غړي ووژل شول.

یوه ورځ وروسته، د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په وینا، د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۳۵۷ نور مشکوک ترهګر هم ونیول شول.

ترکیه، چې پخوا یې د نوي میلادي کال په درشل کې د داعش د برید تجربه لرلې، سږ کال یې هم د دې ډلې د پلانونو پر ضد امنیتي تدابیر لا زیات کړي دي.

د استانبول د والي دفتر د اعلان له مخې، چې د ترکیې تر ټولو لوی ښار دی، له ۵۰ زرو څخه زیات پولیس او امنیتي ځواکونه بشپړ تیارسي دي، چې «۲۰۲۶ کال ته یو خوندي او ارام پیل» تضمین شي.

ترکیه له سوریې سره نژدې ۹۰۰ کیلومتره پوله لري، هغه سیمه چې لا هم پکې جهادي ډلې فعالې دي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *