Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

ایران کې لږ تر لږه ۷ مظاهره چیان وژل شوي

0

په ایران کې د تازه لاریونونو پر مهال لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي دي.ځینو رسنیو د اولسو او ځینو نورو بیا د ۳۲ کسانو د ټپي کېدو راپور هم ورکړی.د ازادي راډیو فردا څانګې ته د ور رسېدلو ویډیوګانو له مخې امنیتي ځواکونه په خلکو اوښکی بهوونکی ګاز کاروي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.په یوه پېښه کې د فارس نیمه دولتي خبري اژانس په خپله هم تایید کړې چې دری تنه د لُرستان ولایت په ازنا ښار کې د پولیسو یوه مرکز ته د ننوتلو پر مهال وژل شوي.مظاهرې چې د ډالرو او سرو زرو د بیو د بېساري لوړېدو په غبرګون پیل شوې وې نن جمعه شپږمې ورځې ته رسیدلي.د ایران د بشري حقونو د فعالانو خبري ارګان هرانا راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۱۱۹ مظاهره چیان هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.مظاهرې څه باندې دېرشو ښارونو ته غځېدلي او پر مهال یې ښکاري چې خلک د رژیم او امنیتي ځواکونو پر ضد شعارونه ورکوي.هرانا د ایران د بشري حقونو د مظاهرو پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا په خلکو د اوښکي بهوونکي ګاز او ډزو راپورونه ورکړل شوي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *