اتو پاکستانيو خبریالانو ته د عمري بند سزا اورول شوې
د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې اته تنه خبریالان په عمر بند محکوم کړل.په دوی باندې د ترهګرۍ اړوند جرایمو تورونه لګېدلي چې د پخواني بندي صدراعظم عمران خان په ملاتړ له انلاین فعالیتونه سره تړلي بلل شوي.د راپورونو له مخې دا خبریالان د هغو قضیو په خاطر محکوم شوي چې د ۲۰۲۳ کال د مې په نهمه تر تاوتریخجنو مظاهرو وروسته ثبت شوې وې.په هغو مظاهرو کې د پخواني صدراعظم عمران خان پلویان په پوځي مراکزو په بریدونو تورن شوي.پخوانی صدراعظم او د تحریک انصاف پاکستان رهبر عمران خان د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په زندان کې دی.
