تخار کې د سرو زرو د کان له مسوولینو سره د کلیوالو لانجې او نښتې
د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د سیمې د خلکو او د سرو زرو د کان د یوه استخراجي شرکت د مسوولینو تر منځ اخ او ډب شوی.
په خواله رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د سیمې خلک څو موټر په ډبرو وهي او په وړاندې یې د دغو معترضینو د لرې کولو لپاره هوايي ډزې کېږي.
سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی په ډزو کې د سیمې یو کس ټپي شوی او وروسته د معترضینو له خوا د ډبرو د ویشتلو له امله د کان کیندنې د شرکت څو کارکوونکي ژوبل شوي.
د سیمې خلکو ویلي چې له دوی سره له همغږۍ پرته د کان کیندنې یوه شرکت د کار د پیل په هدف خپل ماشینونه او وسایط راوړي وو.
د طالبانو چارواکو لا د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
مخکې له دې هم د افغانستان په شمال په تېره تخار او بدخشان کې د سرو زرو د کانونو پر سر لانجې پېښې شوي دي.
د طالبانو په حکومت باندې نیوکې کېږي چې په بې رویې شکل د سرو زرو او نورو قیمتي ډبرو د ایستلو لپاره لاس په کار شوي او په قراردادونو کې یې هم ډېر ستنډرډونه له پامه غورځولي دي.
