د اوبو کمښت؛ ایران له طالبانو سره د ګډو سیندونو د اوبو پر مدیریت خبرې کول غواړي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپل حکومت چارواکو ته لارښوونه کړې چې له افغانستان څخه د ایران د اوبو حقونه په جدي او پراخ ډول تعقیب کړي.
ایراني رسنیو د سېشنبې په ورځ راپور ورکړ چې دا مسله په ایران کې د اوبو د کمښت او وچکالۍ د زیاتېدو په اړه د دغه هیواد د ولسمشر اندېښنه ښيي.
د ایران د انرژۍ وزیر عباس عليآبادي ویلي، چې ایران او ترکمنستان د هریرود سیند له اوبو څخه قانوني حق لري، خو په افغانستان کې د سلما بند د جوړېدو له امله د اوبو بهیر کم شوی او د ایران بندونو ته د اوبو رسولو هڅې له ستونزو سره مخامخ شوې دي.
عليآبادي زیاته کړه چې ولسمشر پزشکیان یوه ورځ مخکې سیاسي چارواکو ته امر کړی چې د دې موضوع په اړه خپلې هڅې لا زیاتې کړي. د هغه په وینا، له طالبانو سره خبرې روانې دي او ایران چمتو دی چې د ګډو سیندونو د اوبو د مدیریت په برخه کې همکاري وکړي.
د ایران د انرژۍ وزیر په وینا، تهران څو ځله طالب چارواکو ته بلنه ورکړې چې ایران ته سفر وکړي او که اړتیا وي، ایران به افغانستان ته هم پلاوی واستوي تر څو دا موضوع له نژدې وڅاري.
هغه هیله وښوده چې سږکال ښه ورښتونه به سبب شي چې له افغانستان څخه ایران ته کافي اوبه وبهیږي.
