ایران افغانستان ته چرګوټي صادروي
له پاکستان سره د تجارتي لارو له تړلو وروسته له ایران څخه افغانستان ته د چرګوټو صادرات پيل شول.
د ایران ایرنا خبرې اژانس د خراسان رضوی ولایت د تایباد ولسوال حسین جمشیدي په وینا خبر ورکړ چې دا صادرات روانه اونۍ افغانستان ته پیل شوې دي او تر اوسه دوه لکه پنځوس زره چرګوټي د دوغارون له لارې افغانستان ته صادر شوې دي.
له تیر یوه کال راهیسې له ایرانه افغانستان ته چرګوټي نه صادریدل او افغانستان به له پاکستانه چرګوټي واردول، خو د اکتوبر له میاشتې راهیسې چې د افغانستان او پاکستان تجارتي لارې بندې دي، اوس بیرته افغان سوداګرو ایران ته مخه کړې ده.
