امریکا په شمالي انتلانتیک کې د روسیې بیرغ لرونکې یوه بیړۍ نیولې ده
متحده ایالاتو په شمالي اتلانتیک کې د روسیې بیرغ لرونکې د تیلو یوه بیړۍ نیولې ده.د امریکا اروپایي قومندانۍ (یوروکام) د چهارشنبې په ورځ، د جنوري په ۷مه په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د مارینرا په نوم دغه ټانکري بیړۍ د آیسلنډ او انګلستان ترمنځ نیولې شوې.په بیان کې ویل شوي چې دا اقدام د متحده ایالاتو د فدرالي محکمې په امر ترسره شوی.د تېلو وړونکې دا بیړۍ له ۲۰۲۴ کال له اوړي راهیسې د متحده ایالتونو تر بندیزونو لاندې وه.دا اقدام د واشنګټن لخوا د وینزویلا د تیلو په غیرقانوني سوداګرۍ کې له ښکیلو بېړیو سره د مبارزې لپاره وروستی اقدام دی.متحده ایالاتو په وروستیو اونیو کې د وینزویلا په وړاندې د خپل کمپاین د یوې برخې په توګه دوه نورې بیړۍ هم نیولې دي.
