Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د ښځینه حمامونو تړل کېدو د ښځو او ماشومانو روغتیا او هوساینه زیانمنه کړې

0

په افغانستان کې یو شمېر ښځې وایي، تر تېرو درو کلونو په زیاته موده کې، یعني له هغه راهیسې چې ښځینه حمامونه یې پر وړاندې تړل شوي، له جدي او ورځ تر بلې زیاتېدونکو ستونزو سره مخامخ دي.

د دوی په وینا، د ځان مینځلو د اسانتیاوو نشتوالی او ګرمو اوبو ته نه لاسرسی، په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې، د یخ له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو لکه زکام، د بندونو درد او جلدي ناروغیو د اخته کېدو امکان زیات کړی دی.

ډېرې میندې وایي چې اړې دي ځان او خپل ماشومان په یخو تشنابونو کې ومینځي، یا هم په ورځو ورځو دا چاره وځنډوي.

عاطفه، چې د بلخ ولایت د مزارشریف ښار اوسېدونکې او د ۱۲ کلونو نه د کم عمره څلورو ماشومانو مور ده، له ازادي راډیو سره په خبرو کې یې د ښځینه حمامونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې دې وضعیت د هغې رواني فشارونه او ورځنۍ اندېښنې زیاتې کړې دي:

"موږ په تشناب کې ګاز بلوو او هم هلته لوی او واړه ماشومان مینځو، بخارۍ نشته. کله چې ماشومان له مینځلو وروسته تر صندلۍ لاندې پرې باسو، نو سینه بغل کېږي. برېښنا هم نشته، یوازې یوه ساعت راځي. ستونزې ډېرې دي، کومه یوه یې لومړی ووایم؟ مخکې به موږ حمام ته تللو، هلته به موږ او موږ ماشومانو په ګرمو ځایونو کې حمام کولو. اوس په یخ تشناب کې ګاز ږدو، هېڅ یې نه تودوي، ځکه د ګاز د بوی له امله، د تشناب کړکۍ نیمه پرانستې پرېږدو."

د کابل اوسېدونکې صفیې هم ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې ډېری کورنۍ په خپلو کورونو کې ګرم حمام نه لري او د کور نه بهر حمامونو ته اړتیا لري:

"زه ځمکی تل کې په یو ډېر سوړ کور کې ژوند کوم. تشناب یې لوی خو ډیر یخ دی. زه یې څنګه ګرم کړم؟ مجبور یو چې یو سطل اوبه تودې کړو او حمام وکړو. زموږ د ماشومانو له همدې امله په ژمي کې ځان مینځل هیڅ نه خوښېږي. کله چې ښځینه حمامونه وو، د خلکو لپاره ډېره اسانتیا وه. زه چې هر ځل حمام ته تللم، د ارامتیا احساس مې کاوه، اوبه ډېرې وې او چاپېریال ګرم و، له ماشومانو سره مې په اسانۍ حمام کاوه. طالبانو د حمامونو په تړلو موږ له ډېرو ستونزو سره مخ کړي یو. نه پوهېږو چې خپل شکایت چا ته او چېرته یوسو، چې ولې حمامونه تړل شوي دي."

د طالبانو حکومت پر ښځو د محدودیتونو په لړ کې، د ۱۴۰۱ کال په مني کې د دوی پر وړاندې ښځینه حمامونه هم وتړل.

د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا، دا پرېکړه د قوانینو «ټولنیزو او دیني موازینو» د رعایت یوه برخه ده.

دوی پرته له دې چې د تشنابونو واقعي امکانات، لکه ګرمې اوبه او مناسب ځایونه، په ځانګړي ډول د سړو موسمونو پر مهال په پام کې ونیسي، ادعا کوي چې هر کور حمام لري او ښځې کولای شي په خپلو کورونو کې حمام وکړي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان هم وایي چې د ښځینه حمامونو تړل کېدو په افغانستان ښځو ته یوه جدي ستونزو راولاړه کړې او ټینګار کوي چې باید ښځو ته بېرته دې حمامونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.

له دې ډلې ناهید مسعودي، ازادي راډیو ته وویل چې د ښځینه حمامونو تړل کېدو د ښځو او ماشومانو روغتیا او هوساینه زیانمنه کړې او په خبره یې د دوی پر ورځني ژوند او رواني ارامتیا یې منفي اغېز کړی دی:

"په اصل کې دا د دین او شریعت خلاف کار دی. اسلام پر پاکوالي ټینګار کړی او دا یې د ایمان برخه بللې ده. د حمامونو تړل کېدل، په ځانګړي ډول په دې سړه هوا کې، د ښځو لپاره یوه جدي ستونزه ده. که حمامونه پرانیستي وي، ښځې کولای شي په لږو پیسو خپلې حفظ‌الصحې ته پاملرنه وکړي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې په کور کې ناروغان لري. زموږ غوښتنه دا ده چې د خلکو د شرایطو د ښه والي لپاره دې هڅه وکړي او پې دې ږدي چې حمامونه د ښځو پر مخ پرانیستي وي."

د فاطمې اعتمادي په ګډون د ښځو د حقونو یو شمېر نور فعالانو هم ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو له خوا د ښځینه حمامونو تړل کېدل یوازې یوه ورځنۍ ستونزه نه ده، بلکې د افغانستان د ښځو او ماشومانو پر ژوند او هوساینې یې ژور اغېز کړی دی.

د دوی په خبره، دغه وضعیت ورځني فشارونه زیات کړي او د ښځو لپاره د خوندي او دوامدارو روغتیایي اسانتیاوو اړتیا یې لا ډېره کړې ده.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *