د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټکنۍ سوداګري او پر سیمه د هغې احتمالي اغیزې
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت د تیر یوه کال په ترڅ کې درې پنځوس په سلو کې کم شوی دی. د سوداګرو په باور اصلي علت یې د دواړو هیوادو ترمنځ د تجارتي لارو بندیدل دي.
له شاخوا درې میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې تجارتي لارې تړل شوې دي.
