جرمني له پاکستان څخه ۳۲ افغانان خپل هیواد ته ولېږدول
د جرمني د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې ۳۲ افغانان، چې د جرمني د منلو رسمي ژمنه ورسره شوې وه، له پاکستان څخه جرمني ته لېږدول شوي دي.د دویچهوېلې د پروني (شنبې) د راپور له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې دغه کسان په الوتکه کې برلین ښار ته رسېدلي دي.د هغه په وینا، په وروستیو اوونیو کې هغه افغانان، چې د منلو ژمنه ورسره شوې وه، په څو جلا الوتنو کې جرمني ته بېول شوي دي.د راپور پر بنسټ، دغو افغانانو څو میاشتې او په ځینو مواردو کې ان کلونه په پاکستان کې د ویزې د صادرېدو او جرمني ته د انتقال لپاره انتظار ایستلی دی.ټاکل شوې وه چې د دوی د انتقال بهیر د ۲۰۲۵ میلادي کال تر پایه بشپړ شي.د جرمني حکومت د ۲۰۲۵ میلادي کال د مې په میاشت کې د زیانګالو افغان وګړو د منلو پروګرام درولی و.
