نوی ډیلی او برلین د دفاعي صنعت په برخه کې همکاري زیاتوي
هند او جرمني غواړي د دفاعي صنعت په برخه کې خپل ترمینځ اړیکې لا پیاوړې کړي. دا خبره د هند صدراعظم نریندرا مودي د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې وکړه چې د جرمني صدراعظم فریدریش میرڅ یې په خپل ټاټوبي ګجرات کې مېلمه کړی و.
میرڅ وویل چې برلین هم له نوي ډیلي سره د امنیتي همکاریو نږدې کېدل غواړي، چې پکې د «دواړو هېوادونو د دفاعي صنایعو ترمنځ ژوره همکاري» شامله ده، څو د پوځي تجهیزاتو په برخه کې د روسیې پر دودیز انحصار د هند تکیه کمه شي.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې میرڅ هند ته په دوه ورځني سفر تللی چې هغه د مې له میاشتې راهیسې چې نوموړي د صدراعظم په توګه دنده پیل کړې، اسیا ته د هغه لومړی سفر دی. دا سفر همدارنګه د اروپايي ټولنې او هند له سرمشریزې چې دواړه د ازادې سوداګرۍ پرتړون کارکوي، دوه اوونۍ دمخه ترسره کېږي.
د هند او جرمني د مشرانو تر کتنې وروسته یو شمېر تړونونه او ګډې اعلامیې اعلان شوې چې هدف یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتول دي. په اوس وخت کې د دوی ترمینځ د سوداګرۍ کچه ۵۰ میلیارده ډالرو ته رسیږي.
