د افغانستان د ۱۹کلنو د کرکټ ملي لوبډلې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه
د افغانستان د ۱۹کلنو لوبغاړو د کرکټ د یو ورځینو لوبو په نړیوال جام سیالیو کې د ۲۸منډو په توپیر سویلي افریقا ته ماتې ورکړه.د زیمبانوي او نامیبیا په کوربتوب په دغه جام کې پرون پنج شنبې د افغان لوبډلې په ګډون درې لوبې ترسره شوې.انګلستان د ۳۷منډو په توپیر پاکستان او اسټرالیا د اتو ویکټو په توپیر ایرلند ته ماتې ورکړه.سویلي افریقا د افغان لوبډلې لپاره ۲۶۷ مڼدې هدف ټاکلی و چې افغان زلیمانو په ۴۷اور کې پوره کړ.د افغانستان بله لوبه د راروانې یکشنبې په ورځ د جنوري په ۱۸مه له ویسټ انډیز سره ده.د نولس کلنو نړیوال جام پایلوبه به د فبروري په شپږمه ترسره شي.
