Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

له پاکستانه راستانه شوي کډوال؛ د خوړو لپاره هیڅ نه لرو

0

یو شمېر افغان کډوال چې په وروستیو کې له پاکستانه ستانه شوي دي وايي کافي خوړو ته لاس رسی نه لري او ورځني لګښتونه یې تر عایداتو لوړ دي.

د ۱۵ کسیزې کورنۍ سرپرست کشمېر خان چې اوس مهال په کابل کې اوسیږي شنبه د جنورۍ ۱۷ مه یې ازادي راډيو ته وویل چې د ورځې په اوسط ډول له ۲ تر ۳ سوه افغانۍ پیدا کوي خو د خپلې کورنۍ لګښتونه نه شي پوره کولی.

"اوه میاشتې کیږي چې له پاکستانه په زوره ډیپورت شوی یم، دلته هره میاشت ۹ زره افغانۍ د کور کرایه ورکوم، پوره خاوړه نه لرو، زما یو زوی ناروغ دی، د اونۍ شاوخوا یو نیم زر افغانۍ لګښت لري خو زموږ عاید ډېر کم دی هیڅ رسېدنه نه شم کولای".

د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ ولسوالۍ یوه کروندګر خیرالله ازادي راډيو ته وویل چې وروستیو وچکالیو د ده د کورنۍ اقتصادي وضعیت سخت اغېزمن کړی دی.

"وچکالۍ زموږ په کروندو ډېر ناوړه اغیز کړی دی، د هریرود سیند اوبه وچې شوې دي او د کرنې لپاره اوبه نشته. حکومت او خیریه بنسټونه هم په دې برخه کې له بزګرانو سره مرسته نه کوي، او دا مهال له بده مرغه زموږ ډېری ځمکې نه کرل کېږي".

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا خبرداری ورکړی چې ورکړی چې افغانستان د سختې وچکالۍ، له ایران او پاکستانه د کډوالو د پراخې ستنېدنې او د بشري مرستو د بودجې د کمښت په ګډون له څو هم مهاله کړکیچونو سره مخ دی.

د دې ادارې د بشري چارو همغږي کوونکي، ایندریکا راتوات، جمعه د جنورۍ په ۱۶مه په یو ویډیو بیان کې ویلي د بودجې کمښت لامل شوی چې د دې هیواد په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه وتړل شي، چې له امله یې له درې میلیونه ډېر کسان اغیزمن شوي دي.

نوموړي ویلي چې د خوارځواکۍ د درملنې د ۳ سوه مرکزونو تړل کېدو هم د دې هیواد له ۸۰ زره ډېر ماشومان او شېدې ورکونکې میرمنې اغیزمنې کړي دي.

په همدې حال کې د کډوالۍ او ټولنیزو چارو ځینې کارپوهان باور لري چې بشري مرستې په خلکو د سم دستي فشار د کمولو لپاره مهمې دي خو د ستونزو د دایمي حل لپاره باید نړیواله ټولنه د سیمه ییزو بنسټونو سره په ګډه د کوچنیو بنسټیزو پروژو له لارې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

له ډلې یې عبدالرازق عدیل ازادي راډیو ته وویل،

"اصلي حل لارې دادی چې پاتې بودجه باید په کوچنیو کاري بنسټیزو پروژو ولګول شي، تر څو خلک وکولای شي د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت وکړي. همدارنګه، د نړیوالو بنسټونو او محلي جوړښتونو ترمنځ همغږي د بې‌کارۍ د مخنیوي لپاره ډېره اړینه ده. نړیواله ټولنه باید ومني چې د بنسټیزو زېربناوو، لکه د اوبو لګولو سیستمونو، له پانګونې پرته د وچکالۍ پر وړاندې مبارزه ممکنه نه ده، او بشري مرستې یوازې لنډمهالي رول لري، نه دایمي حل، چې له همدې امله هر کال د لا ډېرې بودجې اړتیا پیدا کېږي".

دا اندېښنې په داسې حال کې زیاتېږي چې تازه د ملګرو ملتونو د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) مشر، جان ایلیف، فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به شاوخوا پنځه میلیونه افغان ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ شي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي و چې په ۲۰۲۶ کال کې به د افغانستان نږدې ۲۱ عشاریه ۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دغه رازد ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د جنورۍ په ۶مه خبرداری ورکړی و چې په روان ژمي کې په افغانستان کې د واورې اورښت او باران غیرمعمولي ټیټه کچه به په راتلونکو میاشتو کې پر اوبو، کرنه او د خوړو پر خوندیتوب جدي اغېزې ولري.

د دغو ستونزو په رڼا کې، نړیوالو بنسټونو او موسسو هر یو په جلا توګه د افغانستان د خلکو د ژغورونکو مرستو او اساسي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د سلګونو میلیونو ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *