نن د امریکا، روسیې او اوکرایین استازي په ابوظبۍ کې خبرې کوي
دوی د اوکرایین د جګړې د پای ته رسولو په هدف په اړوندو امنیتي مساییلو بحث کوي.دا لیدنه وروسته تر هغه کېږي چې پرون په مسکو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف ویټکاف او بل امریکايي استازي جرډ کوشنر د روسیې له جمهور رییس ولادمیر پوتین سره ولیدل.کرملین دا لیدنه رغنده بللې او ویلي یې دي چې د راتلونکو پړاونو په اړه پکې بحث شوی.امریکا په دې لټه کې ده چې د اوکرایین څلور کلنه جګړه پای ته ورسوي.روسیه د اوکرایین په ختیځ کې د دونباس کنټرول غواړي خو اوکرایین لا دې چارې ته غاړه نه ده اېښې.
