Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28
29
30
31

اروپایي ټولنه او ملګري ملتونه: له طالب چارواکو سره نژدې په هرو لیدنو کتنو کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو موضوع مطرح کیږي

0
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ژیل برتراند وایي، برتراند وایي، د طالبانو له چارواکو سره نژدې پرهرو لیدنو کتنو او تعامل کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو موضوع مطرح کیږي خو پرهغوی د لګول شویو محدودیتونو لیرې کیدل اسانه خبره نده.
نوموړي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې او ویې ویل چې د همدې لپاره له طالبانو د دوی اصولي تعامل او دوامداره خبرې روانې دي. هغه پرښځو او په ځانګړې توګه د نجونو پرزده کړې د طالبانو له لوري لګول شویو محدودیتونوته په اشاره وویل: "هغه څه چې موږ یې په افغانستان کې وینو -په ځانګړي ډول له شپږم ټولګي پورته له زده کړو د نجونو محرومول ـ د بشري حقونو ښکاره نقض دی. دا اقدام نه دیني توجیه لري او نه کلتوري. دا خبره له زړه کوم، دا یو لوی محدودیت دی چې طالبانو پر هېواد، د هغه پر اقتصاد او د عادي چلند لپاره د ټولنې پر وړتیا تحمیل کړی دی. که دا حالت دوام ومومي ـ هغه موضوع چې موږ یې تل له هغوی سره مطرح کووـ افغانستان به خپل ځان له خپلو نیمایي استعدادونو او بشري ظرفیتونو څخه محروم کړي."


د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي وویل، له افغانستان سره د مرستو یو مهم هدف یې دادی چې د امکان ترحده د هغو فعالیتونو چې د ښځو له خوا د ښځو لپاره ترسره کیږي ملاتړوکړي او دا ځکه دوی په افغانستان کې د ښځو پروضعیت ښه پوه دي. د هغه په خبره دا موضوع د دې سبب شوې چې په دې هیواد کې زموږ په نژدې ټولو فعالیتونو کې له ښځو او له هغوی ملاتړ په یوه لومړیتوب بدل شي.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی له افغان ښځو د ملاتړ خبره داسې مهال کوي چې ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د ښځو پرمختګونه په دې پورې تړلي چې پرهغوی د دې هیواد د واکمنانو(طالبانو) له خوا لګول شوي محدودیتونه لیرې شي. د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغانستان ته د ملګروملتونو د لوړپوړو چارواکو د وروستي سفرپه ترڅ کې، د دې هیواد واکمنانو پرښځو د لګول شویو محدودیتونو د لیرې کولو په اړه کومې ژمنې کړې کنه وویل، دی یوازې د سرمنشي او د هغه د استازو په استازیتوب خبرې کولای شي نه د نورو په استازیتوب چې اشاره یې د طالبانو هغو جګپوړو چارواکو ته وه چې د ملګروملتونو پلاوي کابل ته په سفرکې ورسره لیدنې کتنې ترسره کړې دي. ښاغلي دوجاریک وویل،
. هغه یوځل بیا ټینګاروکړچې ملګري ملتونه غواړي چې پرافغان ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لیرې شي.
د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند د خبري غونډې په پیل کې افغانستان ته د سولې د رامنځته کیدو او سیاسي چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي د مرستیالې روزمري ډیکارلو سفرته په اشاره چې د یکشنبې په ورځ یې پای ته ورساوه وویل چې هغې په کابل کې له واکمنو چارو سره په کتنه کې په ټوله کې د ښځو پرکار، زده کړې او عامه ژوند کې د لګول شویو محدودیتونو او همدارانګه د ملګروملتونو په ادارو کې زموږ د ښځینه کارکونکو پرکارد لګول شویو بندیز په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د دغو محدیتونو د سمدستي لیرې کیدو غوښتنه یې وکړه. میرمن ډیکارلوي کابل ته په سفرکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو او کورنیو چارو له وزیرانو، امیرخان متقي او سراج الدین حقاني او همدارنګه له یوشمیرافغان ښځو، د مدني ټولنې له غړو او په افغانستان کې د ملګروملتونو له ښځینه افغان کارکونکو سره لیدنې کتنې ترسره کړې.
د ښاغلي دوجاریک په وینا میرمن ډیکارلو په کابل کې واکنمان وهڅول چې د دوحې په پروسه کې بشپړښکیل پاتې شي او ټول هغه نړیوال مسولیتونه پرځای کړي چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیرته ادغام لپاره ورته اړتیا ده.
د طالبانو لوري هم په دې اړه چې ایا د ملګروملتونو له دې لوړپوړې چارواکې سره د دوی د لوړپوړچارواکو په لیدنو کتنو کې کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو اړوند خبرې شوې یا کومې ژمنې شوي، هیڅ څه ندي ویل شوي. دا ډول غونډو ته افغان ښځې او نجونې څومره هیله منې کیدای شي چې هغه به د دوی په ژوند کې د بدلون پیلامه شي؟ شبانه نوري چې د طالبانو له لوري پرزده کړو د لګول شویو بندیزونو په مهال په لسم ټولګي کې وه او زده کړې یې نیمګړې پاتې دي وایي، نور ډیره تمه نه کوي چې دا ډول غونډې به په نژدې راتلونکې د دوی پرمخ د ښوونځیو د دروازې پرانیزي.
پرافغانستان د طالبانو له بیا واکنیدو وروسته نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته زده کړو راګرځول شوي او پرښځو د ټولنې په ډیرو نورو برخو کې د فعال ګډون په برخه کې هم یولړ سخت محدودیتونه لګول شوي چې د بشري حقونو ډلې یې د نړیوالو منل شویو بشري حقونو څخه جدي سرغړونې ګڼي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *