Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2026
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

طالبان وايي ۱۱۰ پاکستاني عسکر یې دوو ورځو کې مړه کړي؛ پاکستان بیا د ۳۵۰ طالبانو د وژنې ادعا لري

0

د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کړې چې په تیرو دوو ورځو کې یې ۱۱۰ پاکستاني سرتیري وژلي او ۶۸ نور یې ټپیان کړي دي.دوی دا ادعا هم کړې چې طالبانو د پاکستان د پوځ ۲۷ پوستې نیولي. پاکستان هم ادعا کوي چې افغان طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله طرار د شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې د پاکستاني پوځیانو بریدونو کې ۳۵۲ افغان طالبان او نور وسله وال وژل شوي او ۵۳۵ نور ټپیان شوي دي.هغه دا ادعا هم کړې چې د پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې د طالبانو ۱۳۰ پوستې ویجاړې شوې، ۲۶ پوستې یې نیولي او ۱۷۱ ټانکونه او پوځي وسایط ړنګ شوي دي.ازادي راډیو نشي کولی په خپلواکه توګه دا ارقام تایید یا رد کړي.مخکې له دې، په ننګرهار ولایت کې د طالبانو چارواکو ادعا کړې وه چې یوه پاکستاني جنګي الوتکه غورځېدلې ده، خو پاکستان دا رد کړې وه.د طالبانو حکومت دا هم ویلي چې د پاکستان د شنبې او وړمې شپې په بریدونو کې له ۷۰ څخه زیات افغان ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي.د پاکستان هوايي ځواک تېره اوونۍ په یکشنبې باندې په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل، چې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل.په هغه وخت کې، طالبانو اعلان وکړ چې ۱۸ افغان ملکي وګړي وژل شوي.د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما هم په ننګرهار کې د لږ تر لږه ۱۳ ملکیانو وژنه تایید او غندلې وه.دا کړکېچ پاکستان او افغانستان کې د طالبانو د تازه نښتو پیلامه وګرځېده چې لا هم روانې دي.د طالبانو ځواکونو د پنجشنبې په ماښام د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې بریدونه پیل کړل.د جګړې له پیل وروسته، پاکستان هم په کابل، او یو شمیر نورو ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل.په ورته وخت کې، د سیمې د څو هیوادونو چارواکو د پاکستان له حکومت او افغان طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې ده.د سعودي عربستان، قطر او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ په بیانونو کې د منځګړیتوب لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.پاکستان او طالبانو تر اوسه دې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.روسیې هم د جګړې د پای ته رسولو او د ډیپلوماسۍ له لارې د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو د سمدستي پیل غوښتنه کړې ده.د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر کایا کلاز هم له طالبانو او پاکستاني حکومتونو څخه وغوښتل چې جګړه ودروي او په خبرو اترو کې ښکیل شي.د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وویل، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي او پر ملکي وګړو د هغې د اغیزو په اړه ژوره اندیښنه لري.داسې راپورونه هم شته چې د طالبانو او پاکستاني حکومتونو د بهرنیو چارو وزیران د تاوتریخوالي د کمولو د هڅو په تړاو د سیمې له یو شمیر هیوادونو سره په تماس کې دي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *