Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2026
1 2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

پر ایران د بریدونو دریمه ورځ؛ ایران هم ځوابي حملې کړي

0

نن پر ایران د اسراییلو او امریکا د بریدونو دریمه ورځ ده. دوشنبه سهار وختي د اسراییلو پوځ تایید کړه چې پر تهران یې د بریدونو تازه لړۍ پیل کړې.د ایران تسنیم خبري اژانس منلې چې تهران کې درنې چاودنې شوې دي.په ځواب کې یې ایران بیا په اسراییلو او خلیج هېوادونو ډرون او توغندیز بریدونه کړي.د قطر پلازمینه دوحه او د بحرین پلازمینه منامه کې له سهاره د خطر زنګونه لګېدلي او د چاودنو غږونه اورېدل شوي. د اماراتو ګڼمېشتی او تجارتي ښار دوبی او د عراق د کردستان اقلیم اربیل کې هم چاودنې شوې دي. په خلیج هېوادونو کې لسګونه کسان د ایران په بریدونو کې ټپیان شوي او لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي.اخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د دریو امریکايي عسکرو په وژل کېدو سخت خواشینی دی. هغه دا خبره بېګا پر ایران د بریدونو په اړه د جزییاتو د بیان په وخت وکړه. ټرمپ وویل چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ سنټکام په حواله دری امریکايي سرتیري یکشنبه وژل شوي. د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۵ امریکايي عسکر سخت ژوبل دي. ایران په سیمه کې د امریکا پوځي اډې تر ډرون او توغندیزو بریدونو لاندې راوستي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *