یونسیف د افغانستان - پاکستان په جګړه کې د ماشومانو پر وژل کېدو اندېښنه ښکاره کړه
یونیسف د هغو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې پکې ویل شوي د افغانستان او پاکستان د جګړې له امله ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
یونسیف ویلي، که څه هم دوی د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندوی ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتونو له نورو شریکانو سره په همغږۍ د دغو راپورونو د تایید هڅه کوي، خو له اوسه څرګنده ده چې ماشومان درنه بیه پرې کوي.
د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ دا اداره وايي، له سختو جګړو وروسته، هغه کورنۍ چې تېر کال د افغانستان په ختیځ کې له ویجاړوونکې زلزلې ژوندي پاتې شوې وې، اوس ورڅخه د خوندیتوب لپاره پولې ته نژدې د بېځایه شوو له کمپونو د وتلو غوښتنه کېږي. دغه کمپونه د اړینو مرستو د برابرولو لپاره جوړ شوي وو، چې پکې سرپناه، خواړه، روغتیايي خدمتونه، خوندي اوبه او د حفظالصحې اسانتیاوې، د ماشومانو لپاره خوندي ځایونه، او بیړنۍ زدهکړه شاملې وې. دغو مرستو ۱۷ زره ژوندي پاتې شویو کسانو ته خدمت کاوه، چې نژدې نیمایي یې ماشومان دي.
یونیسف له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي چې زغم وښيي، د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي، او د نړیوالو او بشري حقونو د قوانینو له مخې خپل مکلفیتونه ادا کړي.
