Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

ولسمشر ټرمپ؛ ایران له امریکا مخکې د برید پلان درلود

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،"ایران له امریکا متحده ایالاتو مخکې د برید پلان درلود".هغه دا خبره سه شنبه د (مارچ۳ مه) په سپینې ماڼې کې د جرمني له صدراعظم فردریش مرتس سره په یوې کتنې کې خبریالانو ته وکړه.د ټرمپ په ټکو،"فکر کوم هغوي (ایرانیانو) غوښتل چې لومړی برید وکړي او ما نه غوښتل چې داسې یو څه وشي".هغه وړاندې وویل، "ځکه مې پر ایران د برید امر وکړ چې د خبرو اترو له دریدو سره مې داسې "احساس وکړ" چې ایران پر امریکا د برید پلان لري".ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په جینوا کې د ایران او امریکايي مرکچیانو ترمنځ له خبرو اترو وروسته تمه وه چې د مذاکراتو بل پړاو پیل شي.د ټرمپ په ټکو، "پر ایران د برید بده پایله به دا وي چې په دې هېواد کې د مخکني مذهبي مشر ایات الله علي خامنه ای په څیر بل مشر په کار پیل وکړي".هغه وویل،"کیدای شي دا کار وشي، خو موږ نه غواړو چې دا کار وشي".د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران خپل ټولو هوايي او سمندري بریدونه بریالي وبلل.د هغه په ټکو، "تقربیا د ایران هر څه له کاره لویدلي دی".ټرمپ وايي، "ایران لا هم دمنځنۍ خیتځ پر هېوادونو توغندي توغوي خو بالاخره به دا توان له لاسه ورکړي".امریکا او اسراییلو په ګډه د شنبې په ورځ پر ایران برید وکړ چې لا هم دوام لري.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *