د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې دوام، نن چهارشنبه هم شخړې روانې وې
د افغانستان او پاکستان حکومت ترمنځ نښتې لا هم دوام لري.د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون په دې نښتو کې د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتېدو راپور ورکړی.د طالبانو دفاع وزارت بیا تېره شپه یو وار بیا پاکستاني لوري ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې.
