د طالبانو حکومت: روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو دوه سوه افغان کډوال ازاد او افغانستان ته ستانه شول
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت وایي، روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو څخه دوه سوه افغان کډوال ازاد او بیرته هیواد ته ستانه شول.
دې وزارت د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې دغه کډوال چې له یوې ورځې نه نیولې تردوو میاشتو پورې یې په بند کې تیره کړې، د کندهار د سپین بولدک د لیږد په امریت کې ترثبت او د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مینو ته ولیږدول شول. دې وزارت تیره اونۍ هم د پاکستان له زندانونو د ۷۵ افغان کډوالو د خوشې کیدو او هیواد ته یې د ستنیدو خبر ورکړی و. پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې په هغه هیواد کې پرافغان کډوالو فشارونه زیات کړي او په ټولو ایالتونو کې یې په تیره د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو بهیرګړندۍ کړی دی.
