Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو نښتې؛ طالبان پاکستاني ځواکونو ته د زیاتې مرګژوبلې ادعا کوي

0

د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې تېره شپه کندهار، پکتیا، خوست او ننګرهار کې له پاکستاني پوځیانو سره نښتې کړي. د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په خپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې طالب ځواکونو د کندهار شورابک ولسوالۍ سره د پاکستان په یوې لویې پوستې برید کړی او شاوخوا ۳۰ پاکستاني عسکر یې وژلي. خوارزمي همداراز په ننګرهار او خوست کې هم پاکستاني ځواکونو ته د مرګژوبلې د اړولو ادعا کړې. ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعا شوې شمېرې نه شي تاییدولی. د پاکستان حکومت تازه د بیګانۍ جګړې په اړه څه نه دي ویلي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *