Добавить новость
smi24.net
Pa.azadiradio.com
Февраль
2019

Новости за 19.02.2019

د فاریاب چارواکي: په قیصار ولسوالۍ کې ۱۸طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي چې په قیصار ولسوالۍ کې یې وسله‎والو طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي. د فاریاب امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي دي چې طالب وسله‌والو تېره شپه د قیصار ولسوالۍ پر ارکلیک سیمه پراخ برید وکړ، خو دولتي ځواکونو په ځوابي حملو کې د مولوي عصمت الله عصمتیار په نوم د یوه قوماندان په ګډون د دې ډلې اتلس وسله‌وال وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي. خو په عین حال کې طالبانو ادعا کړې په‌دې سیمه کې په یوه کمین کې یې ګڼ شمېر حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. ... Читать дальше...

خلیل‌زاد: افغان حکومت دې د خبرو لپاره یو پیاوړی ملي ټیم جوړ کړي

Pa.azadiradio.com 

په‌داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې چټکې شوي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له افغان حکومت څخه غواړي چې د خبرو لپاره یو پیاوړی ملي ټیم جوړ کړي. د طالبانو په ګډون د افغانستان د جګړې مهمو لوبغاړو نژدې دوه اوونۍ مخکې په مسکو کې غونډه وکړه او هلته یې د جمهور رئیس د دفتر د مشر عبدالسلام رحیمي په ګډون پر هغه ټیم چې ولسمشر غني اعلان کړی دی انتقاد وکړ. خلیل‌زاد تېره شپه له طلوع ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، داسې یو مرکچي ټيم ته اړتیا شته... Читать дальше...

د مصر په قاهره کې یوې چاودنې درې تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

مصري چارواکي وايي چې د پلازمېنې قاهرې په مرکز کې یوې چاودنې یو مشکوک بم ایښودونکی او دوه پولیس افسران وژلي دي. د مصر د کورنیو چارو وزارت تېره شپه ناوخته په یوه بیان کې وویل چې الازهر جومات ته نژدې په‌دې چاودنه کې ۲ نور پولیس افسران هم ټپیان شوي دي. بیان زیاتوي چې مشکوک سړي، مخکې له دې چې پولیس یې ونیسي خپل چاودېدونکي مواد والوزول. د چارواکو په وینا دا مشکوک تروریست له تېرې اوونۍ راهیسې په قاهره کې د یوه بل جومات مخې ته د بم ایښودلو د هڅې په تړاو د پولیسو تر تعقیب لاندې و.



په فراه کې د ناټو ځواکونو یوه کشفي الوتکه رالوېدلې

Pa.azadiradio.com 

د فراه سیمه‌ییزو چارواکو تأیید کړه چې د دې ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو یوه کشفي الوتکه رالوېدلې ده. د فراه والي محمد شعیب ثابت تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا الوتکه د دوشنبې په سهار په کجګین سیمه رالوېدلې ده، هغه سیمه چې د ده په وینا د وسله‌والو طالبانو تحرکات په‌کې دي. نوموړی وايي: "کشفي الوتکه وه چې په پشت رود ولسوالۍ کې لوېدلې ده. په‌دې سیمه کې طالبانو حضور نه درلود، خو ورته نژدې وو او مخکې تردې چې افغان ځواکونه سیمې ته ورسېږي، هغوی ور ورسېدل." د فراه والي د الوتکې... Читать дальше...

په دُبۍ کې افغان سوداګرو له بهرنیو سره قراردادونه لاسلیک کړل

Pa.azadiradio.com 

د عربي متحده اماراتو په دُبۍ ښار کې د نړیوال کرنیز نندارتون په دوهمه ورځ افغان سوداګرو د ۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو قراردادونه لاسلیک کړي. د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پر فیسبوک پاڼه راغلي چې دغه قراردادونه د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ په ځانګړي ډول د زعفرانو او وچې میوې په برخه کې شوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د دې نندارتون په لومړۍ ورځ ویلي و چې تمه ده د دې نندارتون په ترڅ کې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د پنځوس میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شي. Читать дальше...

د لاجورد لارې لومړنی کاروان بېرته افغانستان ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د لاجورد لارې لومړنی کاروان بېرته افغانستان ته ورسېد. په‌دغه کاروان کې چې ۹ لارۍ سوداګریز توکي وو، د دوشنبې په ورځ له ترکیې څخه هرات او فاریاب ولایتونو ته ورسېدل. د هرات والي عبدالقیوم رحیمي په همدې مناسبت یوې غونډې ته وویل: "زموږ کاروان بېرته را ورسېد. موږ او تاسو د ځمکې له لارې له اروپا او نورو هېوادونو سره نښلول شوي یو چې دې کار زموږ وابستګي او په ځان بسیاینه بدله کړه. لوی کار شوی دی او مرسته به وکړي چې زموږ سوداګر او افغانستان له انحصاره راووځي." غوړي او درمل د دې کاروان په توکو کې شامل دي. Читать дальше...

ملګري ملتونه: د یمن د جګړې ښکېلې خواوې دې له حدیدې ووځي

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ هیله وښوده چې د یمن د جګړې ښکېلې خواوې به ژر تر ژره موافقت‌نامه عملي کړي چې له مخې یې باید د حدیده او دوو نورو کوچنیو بندرونو څخه او دغه راز د ملګرو ملتونو له یوې ودانۍ څخه خپل ځواکونه وباسي. د ملګرو ملتونو په‌دغه ودانۍ کې دومره غله-دانه ساتل کېږي چې د یوې میاشتې لپاره ۳،۷ میلیونه کسانو د تغذیې لپاره کافي ده. د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرهان حق خبریالانو ته وویل چې په حدیده کې د دې اقدام پلي کول مهم دی، ځکه له‌دغه ځایه د یمن ۷۰ سلنه واردات تنظیمېږي. د یمن جګړې... Читать дальше...

پاکستان تر ټولو لوړ ملکي افتخاري نښان بن سلمان ته وړکړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان ولسمشر عارف علوي «د پاکستان نښان» چې د دغه هېواد تر ټولو لوړ ملکي افتخاري نښان دی، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ته وړکړ. په همدې مناسبت د دوشنبې په ورځ د پاکستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې مراسم جوړ شوي وو. تردې یوه ورځ وړاندې دواړو لورو هغه تړونونه لاسلیک کړل چې له مخې یې سعودي عربستان په پاکستان کې د ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کوي. تمه ده سلمان هند او چین ته هم ولاړ شي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *