بورېل: طالبان دې د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لرې کړي
د اروپايي ټولنې جګپوړي ډيپلومات جوزیپ بوریل وايي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز په اورېدو یې ټکان خوړلی. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل هم پرون د نورو حکومتونو او نړیوالو موسسو له غږ سره خپل غږ غبرګ کړ او د طالبانو له حکومته یې وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لرې کړي. په یوه بیان کې چې پرون د اروپايي شورا د عامه اړیکو څانګې خپور کړ بورېل د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو په استازولۍ ویلي چې له دې کبله یې سخت ټکان خوړلی دی. Читать дальше...