Добавить новость
smi24.net
Pa.azadiradio.com
Апрель
2023

Новости за 16.04.2023

کینیا کې یو فرقوي مشر د هغه د څلورو پلویانو د مړینې له کبله نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

د کینیا پولیسو پرون شنبه وویل، دوی یو محلي فرقوي مشر د هغه د څلورو پلویانو د مړینې له کبله ونیوه. د راپورونو له مخې دغو څلورو کسانو ته یې ویلي وو، له عیسی علیه السلام سره د لیدو لپاره ځانونه وږي وساتي او څلورو واړو ساه ورکړه. د ګوډ نیوز انټرنېشنل کلیسا ۱۱ نور پلویان روغتون ته لېږدول شوي چې د درېیو روغتیايي وضعیت خراب ښوول شوی دی. دغه کسان د جمعې په ورځ مالیندي ښار ته نږدې له شاکاهولا ځنګلي سیمې وژغورل شول. پولیس وايي، داسې اندېښنې شته، چې ښايي نور قربانیان هم وموندل شي. د مالیندي د جنايي... Читать дальше...

امریکايي ساینسپوهان له غیرمتعارفو لارو چارو په استفاده مړو شویو مارغانو ته نوی ژوند ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د نیومکسیکو ایالت ساینسپوهانو د وحشي ژویو په څېړنو کې له غیرمتعارفو لارو چارو په استفاده مړو شویو مارغانو ته نوی ژوند ورکوي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د نیومکسیکو د کانونو او ټکنالوژۍ انسټېټوټ د ساینسپوهانو ډلې مړه مارغان چې له پروړو ډک کړای شوي، په بې چلوونکو الوتکو بدلې کړې دي. د دې راپور له مخې، ساینسپوهان دېته لار اواروي، چې د دغو مارغانو د الوتو بڼه په دقیق ډول وڅېړي. ویل شوي، هڅه کېږي له دې تجربې د هوايي چلند په راتلونکي کې کار واخیستل شي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *