smi24.net
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2023

Новости за 05.09.2023

د اسیا جام سیالۍ؛ د افغان لوبډلې مرستیال روزونکی: مونږ هرې لوبډلې ته ماتې ورکولای شو

Pa.azadiradio.com 

د اسیا جام په کرکټ لوبو کې د افغانستان وروستۍ ګروپي لوبه نن له سریلانکا سره ده. د بنګله‌دېش په وړاندې تر ماتې وروسته افغان لوبډله دا وار د اسیا جام له مخکیني اتل ټیم سریلانکا سره مخ دی. سریلانکا خپله لومړۍ لوبه له بنګله‌دېش ګټلی او د افغانستان په وړاندې بری به یې په څلور غوره ټیمونو کې ځای لا پسې پوخ کړي. د کرکټ مبصر او لیکوال مادوشکا بالاسوریا د کرک انفو په یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان سوپر فور ته د وتلو لپاره باید په لوی توپیر له سریلانکا لوبه وګټي. هغه ویلي، که افغانستان د بېلګې په... Читать дальше...

د کانکور عمومي اول نمره: د افغان نجونو پر زده کړو بندیزونه دې لرې شي

Pa.azadiradio.com 

د کانکور عمومي اول نمره هیله څرګندوي چې د نجونو پر تحصیل بندیزونه لرې شي او هغوی هم په راتلونکي کانکور کې برخه واخلي. د فراه ولایت اوسېدونکی محمود د روان کال د کانکور په ازموینه کې د ۳۵۹.۱۶ نمرو په ترلاسه کولو سره د افغانستان په کچه لومړی مقام ګټلی دی. نولس کلن محمود د فراه ولایت د قلعه زال ولسوالۍ د عروج فراه له عالي لېسې فارغ شوی. هغه ازادي راډیو ته وویل چې د کانکور ازموینې ته د چمتووالي لپاره یې د ورځې شپاړس ساعته زده کړې کولې او په ټولو مضامینو یې تمرکز درلود. دغه ځوان چې څلور وروڼه او... Читать дальше...

ډیجیټال ژورنال: فرانسه له خطر سره د مخامخو افغان ښځو پناه ورکولو ته دوام ورکوي

Pa.azadiradio.com 

ډیجیټال ژورنال ورځپاڼې فرانسې ته د هغو پنځو افغان ښځو د لیږدولو په اړه یو مطلب خپورکړی، چې ویل شوي د طالبانو له خوا ګواښل شوي. د فرانسپرس اژانس په دې مطلب کې چې دې ورځپاڼې پرون دوشنبې خپورکړی، د یوه چارواکي له قوله ویل شوي چې ټاکل شوې دغه پنځه افغان میرمنې د دوشنبې په ورځ فرانسې ته ورسیږي. د فرانسې د کډوالو د چارو د ادارې مشر دیدیر لیشي Didier Leschi دې اژانس ته ویلي، دغو ښځو ته د ولسمشر د امر له مخې ځانګړې پاملرنه ځکه شوې، چې دوی په افغاني ټولنه کې مهم موقفونه درلودل یا یې له لویدیځوالو سره... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *