پر اوکراین د روسیې تازه حملو کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي
اوکرایني چارواکي وايي، روسیې یې د هېواد پر بېلابېلو برخو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو حملې کړې دي چې له وجې یې لویې چاودنې شوې دي چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې او په ځینو ځایونو کې برېښنا (بجلي) بنده شوې ده.اوکراینیو رسنیو ویلي چې د نومبر پر ۱۹مه سهار مهال په ترنوپېل، خمېلنېڅکي، ایوانو-فرانکیفسک، رېوني، لفیف (لوییف) او دنیپروپېتروفسک کې چاودنې واورېدل شوې. ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي، روسیې په ترنوپېل کې څو پوړیزه رهایشي وداني په نخښه کړې چې پکې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او لسګونه ژوبل دي. Читать дальше...
