Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net

Mashaalradio.com

Новости от Russia24.pro

Russia24.pro Каталог
Апрель
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29
30

Все новости

فریډم نېټورک: په پاکستان کې د بیان د ازادۍ وضعیت لا خراب شوی دی

Mashaalradio.com 

فریډم نېټورک د اپرېل پر ۲۸مه په خپل کلني راپور کې ویلي چې په پاکستان کې په تېر یو کال کې د انټرنېټ له لارې د "مخالفه نظرونو لپاره زغم کمېدو، د انتخاباتو پر مهال د موبایل ټېلېفوني شبکو بندولو، د بېلابېلو ټولنیزو شبکو ځنډولو، انټرنېټ تړلو او د څلورو خبریالانو

هند کې انتخابات: رايه ورکوونکي پر اوښانو مرکزونو ته تللي دي

Mashaalradio.com 

د هند په صحرايي ایالت راجستان کې رايه ورکوونکو د رايو اچولو مرکزونو ته پر اوښانو تګ راتګ کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې انتخاباتي کمېشنونو د اپرېل پر ۲۶مه په ټول هېواد کې د انتخاباتو د دویم پړاو په ترڅ کې په ګجرات ایالت کې د زړو خلکو لپاره کور په کور رايه اچونه ترسره کړه. د رويټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې تازه ورښتونو او سېلابونو نوره مرګژوبله اړولې ده

Mashaalradio.com 

په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي دي چې د وروستیو بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو، تندر پرېوتو او سېلابونوکې د وژل شویو شمېر ۲۱ او د ژوبلو ۲۵ تنو ته لوړ شوی دی.

ضیا الرحمان: پاکستان او ایران پخوا هم د ترهګرۍ ضد د ګډو هڅو ژمنه کړې خو نتیجه یې نه ده ورکړې

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې خبریال او شنونکی ضیا الرحمان مېلمه کړی دی. دی په کراچۍ کې اوسي او د پاکستان او له نړیوالو رسنیو سره کار کوي. ضیا الرحمان داراز پر امنیتي موضوع مقالې هم لیکي. دی وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په پاکستان کې امنیتي حالات خراب شوي دي. ضیا الرحمان وايي پاکستان ته د ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي د وروستي سفر یوه موخه دا هم وه چې وښيي چې هېواد یې یوازې نه دی. دی البته وايي چې د دواړو هېوادونو چارواکو تر دې مخکې هم د ترهګرۍ پرضد د ګډو هڅو هوکړې کړې دي، چې نتیجه یې نه ده ورکړې. Читать дальше...

فرانسې ته د اولمپېک لوبو مشال سپارلو دستوره شوې ده

Mashaalradio.com 

د اولمپېک لوبو لپاره مشال په رسمي توګه فرانسې ته سپارل شوی دی. په دې لړ کې د فرانسې په مارسيل کې دستوره ولمانځل وشوه چې د شاوخوا ۸۰۰ ډرونونو په وسيله د اورلوبو ننداره پکې وشوه. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

د امريکا راپور: د پاکستان ریاستي ادارو بشري حقونه په پراخ کچ تر پښو لاندې کړي دي

Mashaalradio.com 

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۲مه د بشري حقونو په اړه په خپل کلني رپورټ کې پر پاکستان ګڼ تورونه پورې کړې دي چې ګواکې په پراخه کچه یې بشري حقونه تر پښو لاندي کړي او د بشري حقونو مبارزین یې سخت ځوروولي دي.

پاکستان د راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده د جون تر ۳۰مې غځولې ده

Mashaalradio.com 

دا فيصله د اپريل پر ۲۶مه د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې د مرکزي کابيني په غونډه کې وشوه. له غونډې وروسته د خپور شوي يو بيان ترمخه دا توسيع د قبایلو او د سرحدونو د چارو وزارت (سيفران) په وړانديز شوېده.

کراچۍ کې د مسیدو جرګې د غلا، شوکې او نشيي موادو ضد جرګه کړې ده

Mashaalradio.com 

د کراچۍ ښار په منګو پیر سیمه کې د غلا، شوکو او مخدره موادو د استعمال او خرڅلاو خلاف له تیرو څو ورځو راهیسې د مسید قام جرګه روانه وه چې د اپریل پر ۲۶مه پای ته ورسېده. د جرګې مشرانو مشال راډ‌يو ته وویل د ځوانانو د اصلاح، له بدو لارو د هغوی د مخنیوي او د ټولنې مثبت لوري ته د وړلو په موخه یې ځینې پرېکړې کړې دي. دوی وايي، دا ګام یې ځکه پورته کړی دی چې د غلا او شوکو په ځینو پېښو کې د مسید قام د هلکانو نومونه هم مخې ته راغلي دي چې وروسته یې د ګرفتارۍ لپاره چاپې وهل شوي دي. بل پلو د سیمې لوړ رتبه چارواکو... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *