Добавить новость
smi24.net
World News
Август
2025

د الاسکا سرمشریزه کې ټرمپ او پوتین د اوکراین جګړې ختمولو تړون ته ونه رسېدل

0

د امریکا او روسیې ولسمشرانو ډانلډ ټرمپ او ولاديمیر پوتین د اګست پر ۱۵مه په الاسکا کې د سرمشریزې پر مهال د اوکراین په شخړه خبرې وکړې. دواړو نږدې درې ساعته د بندو دروازو ترشا خبرې وکړې او بیا د خبریالانو په وړاندې حاضر شول او لنډې خبرې یې وکړې. ټرمپ خبریالانو ته وویل، له پوتین سره یې خبرې ګټورې وې خو د اوکراین جګړې پای ته رسولو تړون ونه شو. پوتین هم وویل چې د اوکراین د جګړې پای ته رسولو ته یې هېواد لېواله دی خو د دغې شخړې "اصلي لاملونو" ته دې کتنه وشي.

نور حال د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ په دې راپور کې.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *