Добавить новость
smi24.net
World News
Сентябрь
2025

میا افتخار حسین وايي پاکستان دې افغان کډوال په زوره نه باسي

0

د عوامي نيشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر میا افتخار حسین وايي د پاکستان حکومت دې افغان کډوال په زوره نه وباسي. هغه وايي، پاکستان تل وايي چې له افغانستان سره یې اړیکې ښې نه دي خو بیا کډوال له خپلې خاورې وباسي. هغه وايي، د پاکستان دا اقدام له افغانستان سره یې اړیکې لا نورې خرابوي. بل پلو د پاکستان حکومت وايي چې له خپلې خاورې ټول هغه خلک وباسي چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ورسره نه وي. پاکستان په اګست میاشت کې افغانانو ته پخپله خوښه د ستنېدو سپارښتنه کړې وه او دایې هم ویلي وو چې د روان کال د سېپټېمبر له لومړۍ نېټې به په رسمي ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شي.

د میا افتخار حسین مرکه دلته واورئ.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *