Добавить новость
smi24.net
World News
Сентябрь
2025

د بلوچستان د کېچ ضلعې مرستیال کمېشنر حنیف نورزی خوشې شو

0

د بلوچستان چارواکي وايي د کېچ ضلعې مرستیال کمېشنر محمد حنیف نورزی د وسلوالو برمته ګرو له منګولو خوشې شوی او واپس کوټې ته رسېدلی دی.د کېچ ضلعې مرستیال کمېشنر بشیر بړېڅي د سېپټېمبر پر ۱۷مه د شپې ناوخته خبریالانو ته د ټیلیفون له لارې وویل چې محمد حنیف نورزی خوشې شوی دی. نوموړي دا ونه ویل چې دغه تښتول شوی چارواکی د تاوان په بدل کې خوشې شوی دی او که څنګه؟

د نوموړي په وینا نورزی د بلوچستان د اعلا وزیر په ځانګړي هیلي کاپټر کې له کېچ نه کوټې ته ورسول شو.

د بلوچستان د کېچ ضلعې د چارواکو په وینا محمد حنیف نورزی د روان کال د جون پر څلورمه نېټه د یادې ضلعې د تکران سیمې نه تښتول شوی وو.

د نورزي د تښتولو ذمه واري چا نه وه قبوله کړې خو تر دې وړاندې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې وخت په وخت د دا ډول پېښو مسوولیت بلوڅو وسلوالو ډلو په غاړه اخیستی دی.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *