Добавить новость
smi24.net
World News
Октябрь
2025

ولسمشر زېلېنسکي اروپا ته: روسيه د هر هېواد د هوايي حریم سرغړونه کولای شي

0

د اوکراین ولسمشر اروپايي مشرانو ته خبرداری ورکړی چې د روسیې لخوا د هېوادونو د فضايي حریمو سرغړونه هر ځای کېدای شي.وولودېمیر زېلېنسکي د ډنمارک په پلازمېنه کوپن هېګن کې د اکتوبر پر دویمه د امنیت او دفاع په اړه د اروپايي ټولنې د مشرانو سرمشریزې ته په وینا کې وویل چې د جګړه ځپلي اوکراین کارپوهان د روسیې د احتمالي سرغړونو د مخنیوي لپاره له اروپايي هېوادونو سره مرستې ته چمتو دي.

زېلېنسکي وویل چې که روسیه دا جرات لري چې پر پولېنډ د توغندو برید وکړي یا د شمالي اروپا د هېوادونو هوايي حریم ته ننوځي نو هغه هېواد دا کار په بل هر هېواد کې هم کولای شي.

د اوکراین ولسمشر زیاته کړه چې اروپايي مشران که په لویدیځ کې دي که په جنوب کې، یوه چټک او اغېزمن غبرګون او داسې یوه دفاعي ځواک ته اړتیا لري چې د بې پیلوټه الوتکو د حملو مخه ونیولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د اوکراین په اوډیسه سیمه کې د ریل ګاډو یو ډپو باندې حمله وکړه. د اوکراین د سیمه ییز پرمختګ وزیر اولیکسي کولیبا د اکتوبر پر دویمه پر ټېلېګرام ټولنیزه شبکه وویل چې "روسیه هره ورځ د اوکراین د مقاومت بنیاد ویجاړ کړي، یعني زموږ زېربنا چې هیواد مو یو ځای ساتي".

نوموړي وویل چې په اوډیسه کې په شوې حمله کې د ریل ګاډي ډرایور زخمي شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې د هېواد په شمالي برخه د یوې بلې حملې له امله په سومي او چرنيهيف سیمو کې د ریل ګاډي سروس متاثره شوی دی.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *