Добавить новость
smi24.net
World News
Декабрь
2025

عدالت عمران خان او مېرمنې ته یې د توشه خانې قضیه کې د ۱۷، ۱۷ کلونو بند سزا واوروله

0

د اسلام اباد یوې محکمې د تحریک انصاف باني او پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا بي بي ته د توشه خانې په قضیه کې د ۱۷، ۱۷ کلونو سزا واوروله. دا سزا د ډېسېمبر پر ۲۰مه د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې ځانګړې محکمې واوروله. عدالت د بند د سزا ترڅنګ عمران خان او بشرا بي بي ته د یو کروړ او شپیتو لکو روپو جرمانه هم واوروله. په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي. د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي. عمران خان، بشرا بي بي او تحریک انصاف پرهغوی لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پرضد یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي دي.

د رویټرز پرېس اژانس له ویډیو جوړ راپور:















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *