د اسلام اباد يو عدالت د خيبر پښتونخوا د اعلاوزير سهېل اپرېدي د نيولو امر کړی دی
د اسلام اباد يو ضلعي عدالت د ریاستي ادارو پر ضد د "ګمراه کوونکو" څرګندونو او د هغوی نوم ته د "زيان رسولو" په قضیه کې د نه حاضرېدو له امله د خيبر پښتونخوا د اعلاوزير سهېل اپرېدي د نیولو امر کړی دی.د عدالت سېول جج عباس شاه د جنورۍ پر ۲۸مه د اپرېدي پر ضد د روانې قضیې په اورېدنه کې امر وکړ چې هغه دې ونیول شي او عدالت ته دې وړاندې کړل شي.
عدالت د هغې قضیې اورېدنه د فبرورۍ تر ۱۰مې نېټې وځنډوله.
د سهېل اپریدي پر ضد دا مقدمه د پاکستان د برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون "پیکا" لاندې د هغه هېواد د انټرنېټي جرمونو د پلټنو په ملي اداره کې درج شوې وه او په مخکينۍ عدالتي اورېدنه کې هم د هغه د نیولو امر ورکړل شوی وو.
د خيبر پښتونخوا د اعلاوزير دفتر لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان د مرکزي او د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومتونو ترمینځ د خیبر ضلعې په تيرا کې د ممکنه پوځي عملیاتو او له هغې سيمې څخه د خلکو د ایستلو پر سر لانجه پیدا شوې ده.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي په وار وار په تیرا کې د پوځي عملیاتو مخالفت کړی او دا یې د پوځ له خوا په زور تپل شوي بللي دي. خو د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ويلي دي چې د خیبر پښتونخوا په تیرا کې هېڅ ډول پوځي عملیات نه کېږي.
اپرېدي د جنورۍ پر ۲۷مه په خپل تازه ويډيويي بيان د پوځ پر تګلارو نيوکې وکړې او ويې ويل چې له ۲۰۰۳ز کال راهیسې د قبايلي سيمو په ګډون په ټوله خيبر پښتونخوا کې "۲۲ لوی پوځي عمليات" شوي او "د استخباراتي معلوماتو پر اساس تر ۱۴،۰۰۰ زيات" واړه عمليات شوي دي، خو هغو "عملياتو نه ترهګري ختمه کړه او نه هم بدامني، نو بيا ولې نور عمليات کېږي؟"
سهېل اپرېدي پر دې مهال اعلان وکړ چې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه به د تیرا د وضعیت په اړه د خیبر په جمرود کې جرګه کوي.
هغه وويل چې دا جرګه یې د دې سپنیاوي لپاره وربللې چې ځايي مشران ووايي چې ولې له خپلو سیمو روان دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې خبري غونډې ته ویلي ول چې امنیتي ځواکونو تېر کال په صوبه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس تر ۱۴،۰۰۰ زیات هدفي عملیات کړي ول.
د پاکستان پوځ لا د اپرېدي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو له تیرا څخه لا هم د خلکو د وتلو لړۍ روانه ده.
له تيرا څخه د خلکو وتلپه خيبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره (پي ډي اېم اې) وايي، د پوځي عملياتو له امله د خیبر ضلعې له تيرا څخه د خلکو د نومليکنې او وتلو بهیر روان دی.
د خيبر ضلعې په پيندي چينې سيمه کې د تيرا کډوالو د مرکزي نومليکنې د مرکز مشر او د پي ډي اېم اې ځايي چارواکي اصف زېب د جنورۍ پر ۲۸مه مشال راډيو ته وویل، له تیرا میدانه څه باندې ۸۰ سلنه خلکو کډه کړې ده.
ده په راتلونکو ۱۰ ورځو کې له سیمې څخه د خلکو وتلو او نوملیکنې بهیر بشپړېدو هیله وښوده.
هغه د جنورۍ پر ۲۷مه هم مشال راډيو ته ویلي ول چې د کډوالو "اندراج د معمول مطابق" روان دی او که څوک کډه کول غواړي نو کولای يې شي.
د خیبر ضلعې له تیرا څخه د خلکو وتل د جنورۍ پر ۱۰مه په رسمي توګه د دې لپاره پیل شوي وو چې د پاکستان پوځ غواړي په هغه سیمه کې د وسلوالو پرضد عملیات وکړي.
خو پر یاده سیمه د زیاتو واورو ورېدو له امله پوځ خلکو ته د وتلو لپاره د جنورۍ ۲۵مه نېټه تر بل اعلان پورې ځنډولې وه.
د خيبر ضلعې د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزې کمېټۍ مشر ملک کمال الدین اپرېدي د جنورۍ پر ۲۴ مشال راډيو ته وویل، پوځي او انتظامي چارواکو ورته ويلي دي چې د واورو ورېدو او بارانونو له وجې لارې بندې شوې دي او خلکو ته په کډه کولو کې مشکلات دي نو ځکه دوی د جنورۍ ۲۵مه نېټه تر نامعلوم وخته غځولې ده.
دا تر هغه وروسته ده چې د خیبر په تیرا میدان کې د بارانونو او واورو له امله له هغې سيمې د کډو ايستلو او نومليکنې لړۍ ځنډول شوې وه.
خو پي ډي اېم اې په داسې وخت کې له تیرا د خلکو د ایستلو دوام تایید کړی چې په یاده سیمه کې د لا نورو واورې وړاندوینه شوې وه.
