Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2018

پنس: امریکا په منځني ختیځ کې د سولې د پروسې بیا پیل ته ژمن دی

0
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د مصر له ولسمشر الفتاح السیسي سره له کتنې وروسته وویل، که اسرائیل او فلسطینیان موافقه وکړي، د امریکا متحد ایالتونه به د دوی د دوو دولتونو د حل‌لارې ملاتړ وکړي.


پنس پرون شنبه خبریالانو ته وویل:


"د امریکا متحد ایالتونه په منځني ختیځ کې د سولې د پروسې بیا پیلېدو ته پوره ژمن دي."


پنس به تر مصر وروسته، اردون او اسرائيل ته هم لاړ شي.



دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن له خوا د اسرائيل د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د اعلان پر سر عرب هېوادونه په غوسه دي.


د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت بيت المقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توګه اعلان کړ.


ښاغلي پنس وويل، د مصر او امريکا ترمنځ اړيکې تر بل هر وخت غښتلي دي او ولسمشر ټرمپ په مصر کې د اقتصادي اصلاحاتو د عملي کېدو له کبله د السيسي قدر کوي. 


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *