Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2018

Новости за 31.01.2018

"نړیوال پولیس د کواټ د عاصمې د وژنې تورن نیسي"

Mashaalradio.com 

یو نامزد ملزم ګرفتاره شوی او بل نامزد ملزم بهر ملک ته تښتېدلی دی، ځکه چې له هغه سره وار له مخه د عمرې ویزه وه نو هغه سعودي [عرب] ته تللی دی. د هغه د نیولو لپاره موږ رېډ وارنټ جاري کړی دی.

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګوانتنامو زندان د پرانيستې پرېښودو خبر ورکړ. د ريښتر په حساب د شپږ اعشاریه یو درجې زلزلې د پاکستان او افغانستان ځيني سیمې ولړزولې. د برتانيا صدراعظمه تريزا مې نن چین ته ورسېده. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې پیشګام تلویزیون هم خپروي:

ګل مکۍ: د ملالې یوسفزۍ پر ژوند د بالیووډ فلم

Mashaalradio.com 

د نوبېل جایزې ګټونکې د تعلیم جهاني مبارزې ملالۍ یوسفزۍ پر ژوند د انند کمار په ډایرېکشن کې فلم به د سږني کال په پای کې تیار شي چې ستورې یې ریم شېخ ده. د رویټرز ویډيو، شاهین بونېري پښتو کړې ده

راپورنه: د مسکو ښار په یوه تجارتي مرکز کې نښته شوې

Pa.azadiradio.com 

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې د مسکو ښار په یوه تجارتي مرکز کې نښته شوې ده. انټرفکس او ریانووستي خبري اژانسونو راپور ورکړی چې د مسکو په جنوبي څنډه کې په «Svyatogor» تجارتي مرکز کې ډزې شوي. په راپورونو کې راغلي دي چې په نښته کې تلفات هم پېښ شوي دي، خو شمېر یې تر اوسه نه‌دی معلوم.

روحاني: د مذهبي مشرتابه ملاتړ ته به دوام ورکړو

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، د ایران خلک به له بهرنیو فشارونو سره سره د مذهبي مشرتابه ملاتړ ته دوام ورکړي، خو هغه ټینګار وکړ چې د دې هېواد مشرتابه هم باید په ایران کې د اعتراضونو د وروستۍ څپې ته هم غوږ ونیسي. روحاني د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې شپې له وینا څو ساعته وروسته دا څرګندونې وکړې. ټرمپ په خپله وینا کې وویل چې امریکا د ایران د فاسدو دکتاتورانو په وړاندې د دې هېواد له خلکو سره ولاړه ده. ټرمپ زیاته کړه: "کله چې د ایران خلکو د فاسدو دکتاتورانو د جنایتونو پر ضد پاڅون وکړ، زه... Читать дальше...

کورنیو چارو وزارت: په یوه اوونۍ کې ۳۰۸ مخالفین وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په تېره یوه اوونۍ کې په ټول هېواد کې د ۳۰۸ وسله‌والو مخالفینو د وژل کېدو خبر ورکوي. دې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې د هلمند، فراه، زابل، کندز، ارزګان او بدخشان په ګډون د هېواد په اوولسو ولایتونو کې د پولیسو او ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې همداراز ۱۴۶ وسله‌وال ټپي شوي او ۴۲ نور نیول شوي دي. وسله‌والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي.



د بخښنې نړیوال سازمان د کاظمي پر اعدام غوسه څرګنده کړې

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنېسټي انټرنشنل په ایران کې د یوه ځوان پر اعدام سخته غوسه څرګنده کړې ده. دې سازمان پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، ۲۲ کلن علي کاظمي پرون د بوشهر ولایت په یوه زندان کې په دار وځړول شو. پر نوموړي تور و چې په ۱۵ کلنۍ کې یې یو تن وژلی دی. امنېسټي انټرنشنل په خپله خپرپاڼه کې زیاتوي چې علي کاظمي د هغه د وکیل له خبرتیا پرته اعدام شوی دی. ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.

چارواکي: په غزني کې ۲۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي وايي چې په غزني کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي حملو کې د څو مهمو قوماندانو په ګډون ۲۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي راډيو ته وویل چې د بهرنیو ځواکونو بې‌پیلوټه الوتکو تېره شپه د اندړو ولسوالۍ په پاتان سیمه کې د وسله‌والو طالبانو یوه غونډه په نښه کړه، ۲۶ وسله‌وال طالبان‌یې ووژل او ۲۲ نور یې ټپيان کړل. ښاغلي نوري وویل، طالب قوماندانانو په دې غونډه کې پلانونه جوړول څو په دې ولایت کې د نبرد آهنین په نوم د پوځي عملیاتو مخه ونیسي او یو لړ بریدونه وکړي. Читать дальше...

مودي: د افغانستان او هند په ګاونډ کې د ترورېستانو پټن‌ځایونه شته

Pa.azadiradio.com 

د هند صدراعظم د افغانستان او هند په ګاونډ کې د ترورېستانو د پټنځایونو د له‌منځه تلو پر اړتیا ټینګار کړی. ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي چې نرېندرا مودي نن له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل، د افغانستان او هند په چم ګاونډ کې د ترورېستي ډلو پټنځایونه شته. د ښاغلي مودي اشاره ظاهراً پاکستان ته ده، ځکه کابل او نوې ډېلي تل دا تور لګولی چې ترورېستان په پاکستان کې پټنځایونه لري، خو پاکستان دا تورونه ردوي او وایي چې د ترورېزم پر ضد جدي مبارزه کوي. د ارګ خبرپاڼه زیاتوي چې ښاغلي مودي په کابل... Читать дальше...

بیدار: نننۍ زلزلې په بدخشان کې درې تنه ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې نن یوه زلزله وشوه چې د ریښتر په مقیاس ۶،۱ اټکل شوې. د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي چې د دې زلزلې مرکز د هندوکش په غرونو کې و او ټکانونه‌یې په کابل او د پاکستان، هند او تاجکستان په پلازمېنو اسلام‌آباد، دوشنبې او نوې ډېلي کې احساس شوي دي. د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي چې د زلزلې مرکز د جرم ولسوالۍ په ۳۵ کېلو مترۍ واټن کې او د ځمکې په ۱۹۱ کېلو متره ژور تل کې و. د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بیدار ازادۍ راډیو ته وویل، په زلزله کې درې کسان ټپیان شوي، خو ښاغلي بیدار زیاته... Читать дальше...

فرعون صایب! څه لېږدوې؟

Pa.azadiradio.com 

د تورو ښیښو لرونکو موټرو په وړاندې د مدني فعالانو غبرګون په کابل کې یو شمېر افغان ځوانانو د یوه کمپاین په پیلېدو سره د تورو ښیښو لرونکو او د نمبر پلېټ نه درلودونکو موټرو په وړاندې په یوه نوي انداز سره مخالفت څرګند کړ. دوی په کابل ښار کې، په ځینو دېوالونو د پېغور په ډول د دغه کار ضد تصویرونه رسم کړي دي. ویډیو او اډیټ سباوون کاکړ

فرغون صایب! څه لېږدوې؟

Pa.azadiradio.com 

د تورو ښیښو لرونکو موټرو په وړاندې د مدني فعالانو غبرګون په کابل کې یو شمېر افغان ځوانانو د یوه کمپاین په پیلېدو سره د تورو ښیښو لرونکو او د نمبر پلېټ نه درلودونکو موټرو په وړاندې په یوه نوي انداز سره مخالفت څرګند کړ. دوی په کابل ښار کې، په ځینو دېوالونو د پېغور په ډول د دغه کار ضد تصویرونه رسم کړي دي. ویډیو او اډیټ سباوون کاکړ

بېت المقدس: پوره سپوږمۍ او اذان

Mashaalradio.com 

بيګا ته سپوږمۍ تندر نيسي.. خو برايه شپه په اسرايلو کې سپوږمې پوره وه. دې ويډيو کې په بېت المقدس کې د اذان سره د پوره سپوږمۍ ښکلې ننداره کولی شئ.

د مسود ژغورنې غورځنګ پرلت سر له سبا پیلېږي

Mashaalradio.com 

د مسود ژغورنې غورځنګ تر سیوري لاندې یو احتجاجي لاريون چې د جنورۍ پر ۲۶مه له ډېره اسماعيل خانه پيل شوی وو، نن د شورو ورځ اسلام اباد ته ورسېدلو او سر له سبا یې د دهرنې لپاره تياری هم شورو کړي دي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *