Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2018

پسرلی: د ۹۵ سلنې مالیې په معافیت سره به خصوصي سکتور لا پیاوړی شي

0
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د مالیې وزارت له لوري د ۹۵ سلنې مالیاتي جرایمو د معافیت له تصویب نه هرکلی کوي.


د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل چې د مالیې وزارت د خصوصي سکتور مسؤلینو ته تر راتلونکو نهو میاشتو پورې وخت ورکړی چې خپله ۵ سلنه مالیه دولت ته وسپاري او جوازونه تمدید کړي.


د مالیې وزارت تازه د ۱۳۹۷ لمریز کال په ملي بودجه کې د مالیاتي جرایمو د معافیت اصول‎نامه تصویب کړې ده.


ښاغلی پسرلی وايي چې د ۱۳۸۱ نه تر ۱۳۹۶ کال را په‎دې خوا د څه باندې شل زره وړو او متوسطو شرکتونو د مالیاتو د زیاتو جرایمو له امله افغان حکومت ته مالیه نه‎ده ورکړې.


د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې د ۹۵ سلنې مالیې په معافیت سره به خصوصي سکتور لا پیاوړی شي او هم به زیات شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *